د رسنیو د معلوماتو له مخې؛ ذبیح الله مجاهد ویلي؛ فقه په حکومت او نظام کې د هرسړي ته دنده ټاکي،له همدې امله په هېواد کې اوسمهال د قانون تشه نه شته ځکه شریعت حاکم دی.
هغه دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو دحکومت سترې محکمې په غزني ولایت کې د دوو کسانو د قصاص خبر ورکړ.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته لږترلږه دوه ځلې مخکې هم پرهغو کسانو چې په جنایي جرمونو مجرم پېژندل شوي قصاص تطبیق کړی دی.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو د طالبانو له حکومته غوښتي جې د اعدام سزاګانې نور نو بندې کړي.
د بشري حقونو ډلې د طالبانو د حکومت پر عدلي او قضایي ادارو بې باوره دي او همداراز وايي چې تورن کسان د مدافع وکیل د لرلو په ګډون له خپلو ټولو حقوقو څخه برخمن نه دي.